Asset 1SWN

د فوټبال نړیوال جام؛ نن شپه بل پړاو ته د ځینو لوبډلو برخلیک معلومېږي

World-Cup-2022-trophy-ball-752x428

د فوټبال نړیوال جام روانې ګروپ پړاو سیالۍ په زړه‌پورې شوي چې نن شپه به هم له دوو ګروپونو څلور لوبې وشي چې ورسره به بل پړاو ته د ځینو لوبډلو د ورتګ برخلیک په ډاګه شي.

تراوسه درېوو لوبډلو فرانسې، برازیل او پرتګال د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته خپل تګ یقیني کړی او نن شپه به هم ځینې لوبډلې دې پړاو ته لاره پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نن شپې په لومړۍ لوبه کې چې له «اې» ګروپ څخه به وشي، سینګال به د ایکوادور پر وړاندې ولوبېږي.

ایکوادور دا مهال څلور او سینګال درې امتیازه لري چې د یادې لوبډلې ګټونکې لوبډلې به په مستقیمه توګه بل پړاو ته لاره پیدا کړي. که لوبه مساوي پای ته رسېږي، نو ایکوادور به بل پړاو ته ځي.

له همدغه ګروپ څخه بیا د جدول د سر لوبډله نیدرلنډ نن د جدول له وروستۍ لوبډلې او د نړیوال جام له کوربه‌ قطر سره لوبه لري. د نن شپې تر ټولو غوره او په زړه‌پورې سیالي کې به ایران د خپل سر سخت سیال امریکا سره لوبه وکړي.

له «بي» ګروپ څخه ایران روان نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه انګلستان ته بایللې، خو په دویمه لوبه کې ویلز ته ماته ورکړه او جدول کې دویم لري.

امریکا بیا خپلې دواړه لوبې مساوي کړي او په دوو امتیازونو درېیم ځای لري. ایران به هڅه کوي چې دغه لوبه وګټي او که مساوي یې هم کړي، نو بل پړاو ته به لاره پیدا کړي.

خو که امریکا غواړي چې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي، نن شپه باید ایران په ګونډو کړي او بریا خپله کړي.

همداراز نن شپه له اې ګروپ څخه په دویمه لوبه کې د یاد ګروپ د جدول د سر لوبډله انګلستان به له ویلز سره لوبه وکړي. ویلز چې له یاد نړیوال جام وتلی یاده لوبه به یې یوازې تشریفاتي بڼه ولري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

خو انګلستان په دغه لوبه کې یوازې یوه امتیاز ته اړتیا لري، څو د نړیوال جام بل پړاو ته لاره ومومي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام