Asset 1SWN

د فوټبال وتلي ستوري نن نړیوال جام کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي

Soccer Football - FIFA World Cup Qatar 2022 - Group H - Portugal v Ghana - Stadium 974, Doha, Qatar - November 24, 2022 Portugal's Cristiano Ronaldo scores their first goal from the penalty spot REUTERS/Jennifer Lorenzini

د فوټبال نړیوال جام د روانو سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه هم له دوو ګروپونو څخه څلور په زړه پورې لوبې کېږي.

د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې به له جي ګروپ څخه صربیا د کامرون پر وړاندې ولوبېږي چې دغه سیالي له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې  پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همداراز د نن ورځې دویمه لوبه به د سوېلي کوریا او ګانا فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ وشي چې دواړو لوبډله به یاده سیالي کې د بریا هڅې وکړي.

ګانا لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه کې د پرتګال پر وړاندې ۲:۳ ماته وخوړله، خو سوېلي کوریا بیا د یوروګوای پر وړاندې خپله لوبه مساوي کړه.

خو د نړیوال جام د نن شپې په لومړۍ سیالي کې د فوټبال وتلی ستوری «نیمار جونیر» له خپلې لوبډلې سره د سویزرلنډ پر وړاندې ولوبېږي.

برازبل او سویزرلنډ لوبډلو د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او دا مهال په خپل ګروپ کې لومړی او دویم ځای لري.

«جي» ګروپ کې برازیل لومړی، سویزرلنډ دویم، کامرون درېیم او صربیا څلور ځای لري.

د فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن شپه ۱۱:۳۰ بجې به پرتګالی کریسټیانو رونالډو د یوروګوای پر وړاندې لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

یوروګوای فوټبال لوبډله کې هم د لېویز سوارز او کاواني په څېر لوبغاړي چې د بارسلونا او پاریس‌ایڼټ جرمن لوبډلو کې لوبېدلي، شتون لري او دغه لوبه به خورا په زړه پورې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام