Asset 1SWN

سلام وطندار

د فوټبال نړیوال جام کې نن له دوو ګروپونو درې لوبې کېږي

football-gen_1102getty_875

د قطر په کوربه‌توب د فوټبال نړیوال جام د روان سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو څخه درې لوبې کېږي. لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې نن له غرمې وروسته ترسره شي، له «ډي» ګروپ څخه به ټونېس د اسټرالیا پر وړاندې لوبه وکړي.

ټونېس په روان نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه مساوي کړې او په جدول کې له فرانسې وروسته دویم ځای لري. خو اسټرالیا بیا په یوې ماتې سره د جدول په وروستي ځای کې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همداراز د نن ورځې په دویمه لوبه کې به سعودي عربستان د اروپا له پولنډ فوټبال لوبډلې سره سیالي وکړي. سعودي عربستان چې په خپله لومړۍ لوبه کې د لیونل مسي په شتون کې د امریکا براعظم پیاوړې لوبډلې ارجنټاین ته ماته ورکړه، د نن لوبې لپاره به په ښه دریځ کې وي.

سعودي عربستان همدا مهال په خپله ګروپ کې لومړی ځای لري. پولنډ بیا خپله لومړۍ لوبه  مکسیکو سره مساوي کړې او د جدول په دویم ځای کې شتون لري.

د نن ورځې په وروستۍ سیالي کې چې نن شپه ۸:۳۰ بجې به پیل شي، له «ډي» ګروپ څخه د تېر فوټبال نړیوال جام اتله فرانسه به له ډنمارک سره ولوبېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

فرانسې لوبډلې دغه لوبه نړیوال په بریا پیل کړی او خپله لومړۍ سیالي کې یې اسټرالیا ته ماته ورکړه. فرانسه د مهال په خپله ګروپ کې لومړی ځای لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام