د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن له دوو بېلابېلو ګروپونو څخه څلور په زړه پورې لوبې کېږي.
دغه سیالي چې د قطر په کوربهتوب روانې دي، د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې به جاپان د کاسټاریکا پر وړاندې ولوبېږي. جاپان په خپله لومړي لوبه کې د اروپا پیاوړې لوبډلې جرمني ته ۲:۱ ماته ورکړې ده.
جاپان دا مهال «اي» ګروپ کې له اسپانیا وروسته په یوې بریا سره دویم ځای لري، خو کاسټاریکا بیا د ګروپ په وروستي ځای کې دی. د کاسټاریکا لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د اسپانیا پر وړاندې ۷:۰ بایللې ده.
په دویمه لوبه کې چې له «اېف» ګروپ څخه کېږي، بلجیم به د مراکش پر وړاندې ولوبېږي. بلجیم لوبډله په یوې بریا سره د اېف ګروپ د جدول په سر کې ده او مراکش بیا د جدول درېیم ځای خپل کړی دی. مراکش خپله لومړۍ لوبه کې د کرواشیا پر وړاندې وکړه چې په مساوي توګه پای ته ورسېده.
له اېف ګروپ څخه به نن بله سیالي کاناډا او کرواشیا وکړي چې کاناډا د یاد ګروپ د جدول په وروستي ځای او کرواشیا دویم ځای لري.
د فوټبال نړیوال جام د نن شپې په وروستۍ او په زړه پورې لوبه کې به اسپانیا له جرمني سره مخ شي. اسپانیا په دغه نړیوال جام کې په ښه دریځ راښکاره شوی او خپله لومړۍ لوبه کې یې کاسټاریکا په اوو ګولونو ماته کړه.
که جرمني دغه لوبه بایلي، ښايي د نړیوال جام بل پړاو ته له تګ پاتې شي. جرمني به نن هڅه کوي چې بل پړاو ته د لارموندنې لپاره اسپانیا ته په ډېرو ګولونو ماته ورکړي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
جرمني خپل ګروپ کې په یوې ماتې سره درېیم ځای لري.