د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د افغانستان روان اقتصادي او ناوړه بشري وضعیت په اړه ناسته کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې وینا‌پاڼه کې ویلي چې په دغه ناسته کې به افغانستان ته د بشري مرستو رسولو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو پر لارو چارو خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خپرې شوې ویناپاڼه کې راغلي چې یادې غونډې ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هم وربلل شوی چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د قطر ترمنځ د همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.

د افغانستان د روان اقتصادي او بشري وضعیت په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه داسې مهال جوړېږي چې پرون اروپايي ټولنې کابل ته د خپلو بشري مرستو د لسمې جوپې د لېږد خبر ورکړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مرستو په دغې جوپه کې د ۲۸۰ ټنو په اندازه درمل، خواړه او له کورونا ویرووس سره د مبارزې لپاره ژغورونکي تجهیزات شامل وو. نوموړي ویلي چې اروپايي ټولنه به تل د افغانانو ملاتړ کوي او د افغانستان ترڅنګ به ولاړ وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام