د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مخکینی ځانګړی استازی رولانډ کوبیا په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې اروپايي ټولنې ۲۵ ټُنه د درملو مرسته افغانستان ته لېږلې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مخکیني استازي ویلي، د اړمنو کسانو لپاره د اروپايي ټولنې د مرستو دغه جوپه پرون افغانستان ته رسېدلې. نوموړي دغه مرسته «د خلکو ژوند ژغورلو درمل» یاد کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې اروپايي ټولنې او یو‌شمېر هېوادونو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د اسلامي امارت په راتلو سره افغانستان کې روغتیايي خدمتونه د پام وړ کم شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم یوه میاشت وړاندې راپور ورکړی و چې د اسلامي امارت له لوري په بشپړه توګه د افغانستان د نیولو راهیسې، څه باندې ۲۰۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره هم‌‌مهاله په یو‌شمېر ولایتونو او روغتیايي مرکزونو کې د درملو او طبي توکو د کمښت په اړه ګڼې نیوکې او ستونزې موجودې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام