Asset 1SWN

د داعش ډلې د بریدونو زیاتوالی؛ بلال کریمي: زموږ ځواکونو یې ملا ورماته کړې

جاده_ی-وزارت-امور-خارجه_ی-افغانستان-q44p2pm09z7tqs2v8dwc48swf5dbu4q26r6my2us20

د داعش وسله‌والې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته د ځانمرګي برید مسوولیت چې شپږ کسان په‌کې ووژل شول، پر غاړه اخیستی دی. د دې ډلې اړوند خبري اژانس اعماق ویلي چې یاد برید د داعش ډلې یوه غړي کړی او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټانو په ګډون یې، ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت له دې چاودنې یو ساعت وروسته اعلان وکړ چې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «ملک اصغر څلورلارې» کې له یوه امنیتي چک‌پاینټ سره چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپل ټویټر لیکلي و چې په دې چاودنه کې شپږ ملکیان وژل شوي او د اسلامي امارت د درېوو غړیو په ګډون، یوشمېر نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې ځواکونو یې افغانستان کې د داعشیانو ملا ور ماته کړې ده. هغه زیاتوي: «د اسلامي امارت ځواکونو په ټول هېواد کې د دې پدیدې ملا ماته کړې او دا یې تر ټولو کمزورې او وروستۍ هڅې دي چې کوي یې. خو ډاډه یوو چې زموږ هېواد او خلکو ته ستر ګواښ او ننګونه پېښ نه‌دي. څرنګه یې چې په وروستیو څو ورځو کې مهم کسان وژل شوي او ځالې یې له منځه وړل شوي، دا لړۍ به دوام ولري. زموږ هېوادوال له دې پدیدې سره علاقه نه لري او کوم شوم فعالیتونه چې کوي، زموږ هېوادوال نه، بلکې بهرنيان دي.»

بله‌خوا د ملي امنیت څېړونکی شمشاد عزیز کاظمي وايي چې افغانستان کې داعشیان نشته او دا د لوېدیځو هېوادونو پروژه ده. نوموړی زیاتوي: «هغه اصلي داعشیان چې په عراق او سوریه کې دي، افغانستان کې نشته. داعش په افغانستان کې یوه استخباراتي پروژه ده چې د لوېدیځو هېوادونو د اړوندو دولتونو او استخباراتي سازمانونو په ګټه کار کوي. داعش افغانستان کې د ایران، روسیې، چین او هند غوندې لوبغاړي ګواښي؛ ځکه دغه هېوادونه یا د لوېدیځ سیالان دي یا یې دوښمنان.»

د نظامي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی بیا وايي چې د افغانستان ناامني سیمه‌ييز او نړیوال لاملونه لري او د مهار لپاره یې باید د سیمې له هېوادونو سره نږدې تعامل وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «تر اوسه د سیمې او نه هم د نړۍ په کچه د جګړې پای ته رسېدو او د ترهګرۍ او د هغې د تمویلوونکو پر وړاندې د مبارزې په اړه بحث نه‌دی شوی. که خبرې اترې ونه شي، موږ به افغانستان کې ناامني او بې‌ثباتي ووینو چې خپل اوج ته به ورسېږي.»

اسلامي امارت داسې مهال په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو خبره کوي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني (سنټکام) رییس جنرال مایکل کوریلا څه موده مخکې ویلي و چې داعشیان په افغانستان کې له شپږو میاشتو په کمه موده کې کولای شي د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ګټې وګواښي.

 خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دغو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د داعش په ګډون، د اسلامي امارت هېڅ مخالفه ډله په افغانستان کې نشته او د ځینو پېښو عاملان له بهره راځي.

د یادونې ده چې داعش ډلې د تېر کال د کب په اتلسمه او شلمه د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت مخکینی والي او یوشمېر خبریالان په نښه کړل. د داعش ډلې په لومړي برید کې د بلخ د مخکیني والي محمدداوود مزمل په ګډون درې کسان ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول. د دې ډلې په دویم برید کې چې د خبریالانو غونډه یې نښه وګرځوله، د دوو خبریالانو په ګډون، درې کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۶ نور ټپیان شول. داعشیانو څه موده مخکې د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې هم ځانمرګی برید وکړ چې له کبله یې د دغه وزارت د ډیپلوماټانو په ګډون، یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام