Asset 1SWN

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې ۷۷ مثبتې پېښې او د ۸ کسانو مړينه

CORONA-1-770x464-1-p108ksmqxcctu9fplm934eusvkosziggxczuubwdxw

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۸ کسان مړه کړي او ۷۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۵۹۳ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۵۵ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۵ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۳۸ زره او ۷۷۸ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۴ زره او ۶۷۲ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۸۶ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۷ زره ۲۹۸ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۹ میلیونه او ۳۶۳ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۱۳۱ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۷۱ ميليونه او ۴۲۹ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د کرونا له پيله تراوسه په‌کې له ۴۲۷ زرو نه ډېر يې مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام