Asset 1SWN

اسیا جام سوپر فوور پړاو؛ هند نن پاکستان سره لوبه کوي

366493

د ۲۰۲۳ کال روان اسیا کرېکټ جام «سوپر فوور» یا د څلور غوره لوبډلو پړاو کې نن د هند کرېکټ ملي لوبډله له پاکستان سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې د سریلانکا د کولمبو په «ار پرېماډاسا» کرېکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په سوپر فوور پړاو کې دا د هند لومړی لوبه ده او پاکستان بیا ځپله لومړۍ سیالي کې بنګلدېش ته ماته ورکړې ده.

د روان اسیا جام په ګروپ پړاو سیالیو کې د هند او پاکستان ترمنځ لوبه د باران له کبله لغوه اعلان شوه.

پاکستان دا مهال د سوپر فوور پړاو کې په یوې بریا سره لومړی او سریلانکا هم یوې بریا سره دویم ځای لري. هند په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې یوازې یوه لوبه بایللې، یوه یې د باران له کبله لغوه شوې او پاتې یې ګټلې دي.

پاکستان بیا یوازې یوه لوبه د باران له امله بې‌پایلې پای ته رسېدلې او پاتې ټولې یو ورځنۍ لوبې یې ګټلې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې هند درې ځله پاکستان ته ماته ورکړې ده. پاکستان دې لوبو کې یو ځل بریالی شوی چې هند ته ماته ورکړي او یوه لوبه هم د باران له امله بې‌پایلې وه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام