کابل کې د کورونو او ځمکو کاروبار ۷۰ سلنه کم شوی

په کابل ښار کې د یوشمېر معاملاتو د لارښوونې دفترونو مسوولان وايي، د ا.ا له لوري د شرعي قبالو د صادرولو په بهیر کې ځنډ او د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو له امله د کورونو او ځمکو د پېر او پلور کاروبار ۷۰ سلنه کم شوی دی.

د وینې ملي بانک: روژه کې د تازه وینې کمښت سره مخ یو

د افغانستان د وینې ملي بانک مسوولان وايي چې د روانې روژې میاشت کې د تازه وینې له کمښت سره مخ دی.

د دغه بانک مسوول محمدناصر صادق سلام‌وطندار ته ویلي چې دامهال دغه بانک کې ۴۰۰ پاکټه وینه ذخیره لري، خو تازه وینې ته د ناروغانو اړتیا ډېره ده. د نوموړي په وینا، روژې میاشت کې د هېوادوالو له لوري د وینې ورکولو کچه کمه شوې ده.

د م.م دفترونو کې د افغان ښځو د کار مخنیوی له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان اړوند دفترونو کې له کار د ښځو ګرځولو ته د غبرګونونو پر دوام، د افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا  اوتونبایوا، د یاد سازمان د سرمنشي مرستیاله امنه محمد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د اسلامي امارت دغه پرېکړه غندلې او هغه یې د افغانانو لپاره اندېښمنونکې بللې ده.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د وري ۱۹مه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (پنج‌شنبه د ۱۴۰۲ د وري اوولسمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د ای‌پي‌اېل کرېکټ لیګ؛ پنجاب لوبډلې راجستان ته ماته ورکړه

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې بېګاه شپه د پنجاب کنګز لوبډلې د پنځو منډو په توپیر راجستان رویلز ته ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې پنجاب کنګز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې جوړې کړې.