Asset 1SWN

کریم بنزما د فوټبال له نړیوال جام بهر شو

63792723df05e

د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی کریم بنزما د تمرین پر مهال په ورانه کې د ټپ له امله د قطر په کوربه‌توب د فوټبال له نړیوال جام بهر شو.

کریم بنزما چې د اسپانیې په ریال ماډریډ لوبډله کې هم لوبېږي سږ کال یې د نړۍ د غوره لوبغاړي یا د سرو زرو توپ هم وګاټه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

۳۴کلن بنزما د فرانسې لپاره تر دې مهاله ۹۷ لوبې کړي چې د دغې لوبډلې په ګټه یې ۳۷ ګولونه وهلي دي.

له کریم بنزما سربېره د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې دوه نور تکړه لوبغاړي «پاولو پوګبا» او «اېنګولو کانټې» به هم د ټپونو له امله د یوه څه وخت لپاره له ملي لوبډلې لرې وي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

فرانسه د فوټبال نړیوال جام په «ډي ګروپ» کې له اسټرالیا، ټونېس او ډنمارک لوبډلو سره یوځای شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام