Asset 1SWN

د اندونیزیا د فوټبال په یوه لوبغالي کې ۱۲۹ کسان وژل شوي

indonesia-football-match-riots

د اندونیزیا په ختیځ کې د فوټبال د دوو کلبونو ترمنځ له سیالي وروسته په ټېل ماټېل کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸۰ کسان ټپیان دي.

د اندونیزیا د ختیځ جاوا ټاپو د پولیسو مشر نیکو افینټا رسنیو ته ویلي، پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د فوټبال بایلونکې لوبډلې قهرېدلي مینه‌وال لوبغالي ته دننه شول او پولیسو یې د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې د ټېل ماټېل او د ساه بندۍ له امله ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸۰ نور هم ټپیان دي.

لوبه بېګاه شپه د «ارېما اېف سي» او «پېرسبایا سورابیا» فوټبال کلبونو ترمنځ په جاوا ښار کې وشوه او د ارېما لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د اندونیزیا د فوټبال فدراسیون ویلي چې د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام