د هېواد د فوټسال تر ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د اسیا فوټسال سیالیو کې د ګډون په موخه دوه اوونۍ مخکې قرغېزستان ته تللې وه او دغو لوبو کې یې د دویم مقام تر ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د فوټسال ملي لوبډلې د قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلو پر وړاندې د دریو بریاوو او د ایران پر وړاندې د یوې ماتې په منلو سره، دغو لوبو کې دویم مقام خپل کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر، د هېواد د فوټسال ملي ټیم د اسیايي حریفانو په وړاندې کلک رقیب ګڼي او وایي: « د افغانستان فوټسال په اسیا کې کلک رقیب کېدلی شي او لوبغاړي کولی شي چې د اسیا په کچه د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړي.»

د هېواد له ۱۹ کلونو د کم عمره فوټسال ملي ټیم روزنکی محمود سیدي وايي؛ د فوټسال ملي ټیم په اسیا کې د اتلولۍ ظرفیت لري. هغه زیاتوي: « د افغانستان فوټسال یو پیاوړی پټانسیل او ان د په اسیا کې د اتلولۍ ظرفیت لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسیا فوټسال سیالۍ د قرغېزستان هېواد په بشکېک ښار کې د پنځو هېوادونو ترمنځ تر سره شوې. د هېواد د فوټسال ټیم له ایران وروسته د ۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې دوهم ځای خپل کړ.

د هېواد د فوټسال لوبغاړی امید قنبري د مرکزي اسیا په سیالیو کې د ښه ځلېدو په خاطر د « ډېر ازښتناکه لوبغاړي» لقب ترلاسه کړ.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام