د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه کې بېګاه د اسپانیې ریال ماډریډ لوبډله بریالۍ شوه چې د انګلستان لېورپول لوبډلې ته ۱.۰ ماته ورکړي او د څوارلسم ځل لپاره د دغه جام اتلولي خپله کړي.

دغه سیالۍ چې د فرانسې په سټېډ دي فرانس لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلو د ګول وهنې ډېرې هڅې وکړې، خو هڅې یې بې‌پایلې وې او لومړۍ نیمايي له ګول پرته په مساوي توګه پای ته ورسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو په دویمه نیمايي کې بیا دا ریال ماډریډ لوبډله چې د لوبې په ۵۹ دقیقه کې یې د لېورپول لوبډلې دروازه پرانسته او لوبه یې د ځان په ګټه ۱.۰ کړه.

ریال ماډریډ لوبډلې ته دغه ګول وینېسیوس جونیور وواهه چې همدې پایلې د لوبې تر پایه دوام وکړ او ریال ماډریډ بریا خپله کړه. ماډریډ لوبډلې پارسن جرمن، چلسي او منچسټر سیټي لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پایلوبې ته لار موندلې وه.

بل‌خوا لېورپول لوبډلې بیا اېنټر میلان، بنفیکا او ویاریال لوبډلې له مخې پورته کړې وې او د یاد لیګ پایلوبې ته یې لار موندلې وه. دا څلورم ځل وو چې ریال ماډریډ او لېورپول لوبډلو د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه کې د یو بل پر وړاندې لوبه کوله.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال ریال ماډریډ لوبډلې تراوسه د اروپا فوټبال اتلانو لیګ ۱۴ ځله ګټلی، خو لېورپول لوبډله بیا بریالۍ شوې چې ۶ ځله د دغه جام اتلولي خپله کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام