ګجرات ټایټنز لوبډله چې افغان ستوری راشدخان یې مرستیال لوبډلمشر دی، د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ايپياېل» سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
بېګاه شپه د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ګجرات ټایټنز او راجستان رایلز لوبډلو لوبه وکړه چې ګجراټ ټایټنز پهکې بریا خپله کړه او په ايپياېل لیګ کې یې د خپل حضور په لومړي کال پایلوبې ته لار وموندله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د دغو سیالیو په لړ کې نن د ايپياېل لیګ یوه بله نوې لوبډله لکناو سوپر جاینټ د رایلز چلنجر بنګلور لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.
دغه لوبه نن ماښام ترسره کېږي او بریالۍ لوبډله به د راتلونکې جمعې پر ورځ د راجستان رایلز لوبډلې پر وړاندې پایلوبې ته د وتلو لپاره سیالۍ وکړي.
ټاکل شوې چې د ايپياېل لیګ پایلوبه د روانې میلادي میاشتې په ۲۹ نېټه د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د هند په احمداباد لوبغالي کې ترسره شي.