هېواد کې د «بیزو چیچک» ناروغۍ د پراخېدو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې

د نیمروز محلي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د «بیزو چیچک» ناروغۍ دوه شکمنې پېښې ثبت شوي دي. په نیمروز کې د دې ناروغۍ د شکمنو پېښو له ثبت وروسته، یو‌شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د دغې ناروغۍ د پراختیا په اړه اندېښمن دي.

د ا.ا استخباراتو د اوو ساعتونو لپاره د سلام‌وطندار خبريال او موټرچلوونکى نيولي وو

د سلام‌وطندار رسنیزې شبکې خبریال رومان کریمي او موټر چلوونکی سمیع‌الله چې نن شاوخوا لس بجې د کابل نوي ښار حاجي یعقوب څلور لارې ته د ښځو د یوه اعتراضیه لاریون د خبري پوښښ په موخه ورغلي وو، د اسلامي امارت د استخباراتو له‌خوا نیول شوي او د اوو ساعتونو لپاره په بند کې وو.

د خبریال له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه؛ د ژورنالېستانو فدراسیون: ا.ا دې مخه ونیسي

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسینو کې د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې پورې تړلی، یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې د دې ټولنې له‌خوا د خبریالانو په نوم ځينې کسان چې ګواکې افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، یوه بهرني بنسټ ته ورپېژندل شوي دي.

د ا.ا او القاعدې د اړیکو په اړه د ملګرو‌ملتونو راپور؛ شنونکي: هېواد لپاره ګواښونکی دی

ملګروملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري او د دې شبکې غړي په ازاده توګه افغانستان کې خپل فعالیت کوي. د چارو شنونکي وايي چې د القاعده او داعش په ګډون ټولې ډلې د امریکا او ملاتړو سره یې اړیکې لري چې د هغوی په امر فعالیت کوي او تمویلوي یې.

د ا.ا ځواکونو یو ځل بیا په کابل کې د ښځو د اعتراض مخه ونیوله

له ځنډ وروسته یو‌شمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې سرکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل. دوی د بې‌وزلۍ د پراخېدو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ. ټاکل شوې وه دغه اعتراض په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د ا.ا د ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د کابل «انتیک‌فروشي» کوڅه کې د زینتي توکو بازار له رکود سره مخ دی

د کابل د نوي ښار د زینتي توکو کوڅه یا «انتیک‌فروشي» چې کلونه تاریخ لري او د قیمتي او زینتي توکو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي، اوس یې بازار له رکود سره مخ دی.
د زینتي توکو کوڅه کې یو‌شمېر هټۍ‌وال وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې، پېردونکي خورا کم شوي او بازار یې له رکود سره مخ دی.