له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسینو کې د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې پورې تړلی، یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې د دې ټولنې له‌خوا د خبریالانو په نوم ځينې کسان چې ګواکې افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، یوه بهرني بنسټ ته ورپېژندل شوي دي.

که څه هم د دغې ټولنې مسوولان د دوی له لوري د یاد مکتوب صادرول په کلکه ردوي، خو بیا هم دا موضوع د خبریالانو له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي سلام‌وطندار ته ویلي، دوی د هغو کسانو په لټه کې دي چې د دې ټولنې له نوم څخه یې ناوړه استفاده کړې ده.

په ورته وخت کې یو‌شمېر خبریالان نیوکه کوي چې د دوی د ملاتړ او دفاع په نوم بېلابېلې ادارې او ټولنې د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه استفادې په موخه جوړې شوي چې د دوی پر وړاندې هېڅ مسوولیت نه لري.

بل لور ته بیا د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون د خبریالانو له نوم څه ناوړه استفاده د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، دغه ډول جوړ شوي بنسټونه باید ژر تر ژره وتړل شي.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړی علي اضغر اکبرزاده له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړي، هغه ادارې باید وتړي چې د خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټله اخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د خبریالانو په نوم ځینې کسان بهر ته لېږدول کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په وار وار د خبریالانو اندېښنې او شکایتونه راپورته شوي او ویل کېږي چې د خبریالانو په نوم هېواد ته راغلې مرستې هم اړمنو خبریالانو ته نه دي رسېدلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام