د سلا‌وطندار د څېړنو پر بنسټ، د وروستیو میاشتو پر مهال د حکومتي ادارو له لوري رسنیو ته د اطلاعاتو د ورکړې کچه خورا محدوده شوې ده.

د څېړنو له مخې، د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز چې د حکومتي ادارو د خبري ناستو اصلي مرکز دی، د تېرو دوو میاشتو پر مهال دغه مرکز کې یوازې درې خبري غونډې جوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د یادو درېوو ناستو لومړی هغه یې د روان میلادي کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه وه چې د حج او اوقاف وزارت له لوري د حاجیانو د لېږد پروسې په اړه جوړه شوې وه.

دویمه او درېیمه ناسته هم د جون میاشتې پر څلورمه او اتمه نېټو وې چې د برښنا شرکت او د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولانو په‌کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

په ورته مهال د کورنیو، بهرنیو، دفاع او مالیې وزارتونو د وروستي ځل لپاره د روان ۱۴۰۲ کال په لومړیو کې خبري ناستې جوړې کړې وې چې له هغه وروسته د یاد وزارتونو مسوولان په هېڅ خبري ناسته کې نه دي لیدل شوي.

د سلام‌وطندار څېړنې ښيي چې په وروستیو میاشتو کې د حکومت ویاندویانو هم له رسنیو سره هېڅ خبري ناسته نه ده جوړه کړې.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» مسوول ظریف کریمي وویل: «حکومت باید د قانون له مخې خبري ناستې ولري او اطلاعات رسنیو سره شریک کړي، څو خلک د حکومت حساب ورکولو څخه خبر شي او خبریالان د معلوماتو له تشې څخه سره مخ نه‌شي.»

په دې لړ کې د روان امنیتي وضعیت په تړاو د نړیوالې ټولنې اندېښنو سربېره، د ایران او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې او هېواد کې ځینې امنیتي پېښې رامنځته شوي، خو د اړوند امنیتي بنسټونو ویاندویانو په دې اړه خبري ناستې نه دي جوړې کړي.

په همدې حال کې یو‌شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. یوه خبریال ګل‌احمد همکار وویل: «ستونزه دا ده، هغه څه چې د حکومت په ګټه وي، له رسنیو سره شریکېږي، دا پر ټولنیزو رسنیو هم خپرېږي، خو هغه څه چې خبریال او رسنۍ یې غواړي، همکاري ورسره نه کېږي.»

وروسته له هغې چې ا.ا نجونې له زده‌کړو څخه را وګرځولې، د پوهنې او لوړو زده‌کړو برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه هم په بشپړه توګه له‌منځه تللې او دې برخه کې د پوهنې وزارت له ډېرې مودې راهیسې رسنیو ته د ځواب ویلو لپاره مشخص ویاند نه‌لري او د لوړو زده‌کړو وزارت هم د خبریالانو د پوښتنو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې.

په دې وروستیو کې دا چې د عامې روغتیا، د کډوالو او د شهیدانو او معلولانو وزارتونو ویاندویان د حج مراسمو ته تللي، د دغو وزارت‌خونو له لوري هم خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو پروسه غیرفعاله شوې ده.

له دې ټولو سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معین حیات‌الله مهاجر فراهي سلام‌وطندار ته وویل: «موږ هڅه کوو چې ادارې او وزارتونه پر وخت خبري ناستې وکړي او له خبریالانو او خلکو سره اطلاعات شریک کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا داسې مهال دی چې خبریالانو تر دې وړاندې د کاري خوندیتوب نه‌شتون او د اطلاع رسونې په برخه کې سانسور څخه هم شکایتونه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام