حکومتي ادارو د دوو میاشتو پرمهال د رسنیو مرکز کې یوازې درې خبري ناستې جوړې کړي

د سلا‌وطندار د څېړنو پر بنسټ، د وروستیو میاشتو پر مهال د حکومتي ادارو له لوري رسنیو ته د اطلاعاتو د ورکړې کچه خورا محدوده شوې ده.

د څېړنو له مخې، د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز چې د حکومتي ادارو د خبري ناستو اصلي مرکز دی، د تېرو دوو میاشتو پر مهال دغه مرکز کې یوازې درې خبري غونډې جوړې شوې دي.

په رسنیزو چارو کې لاسوهنې؛ حکومتي ادارې یې د مخنیوي لپاره هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د رسنیو په چارو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو د لاسوهنې مخنیوي لپاره له امنیتي ادارو، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر او بهرنیو چارو وزارتونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي. د هغه په خبره، ا.ا هېواد کې د رسنیز فعالیت ملاتړ ته ژمن دی او دغه وزارت د رسنیزو چارو د تنظیم یوازینی ادرس دی.

د حکومتي ادارو یوشمېر کارکوونکي: له کوم دلیل پرته له دندو ګوښه شوي یوو

د ملکي ادارو یوشمېر کارکوونکي وايي، له کوم دلیل پرته له دندو لرې شوي او پر ځای يې د اسلامي امارت اړوند کسان ګومارل شوي دي.
د کابل ښاروالي کارکوونکی احمدجواد (مستعار نوم) چې تازه له دندې ګوښه شوی وايي، له ۱۳۶۶ کال څخه تر اوسه یې یاده اداره کې کار کاوه، خو څو ورځې وړاندې یې د اداري اصولو او قوانینو له پام کې نیولو پرته لرې کړی دی.

شنونکي: په دولتي ادارو کې بیړنی ادلون بدلون حکومتولي اغېزمنوي

اسلامي امارت پرون ورځ د یوشمېر ولایتونو والیان، د هغوی مرستیالان او امنیه قوماندانان له دندو ګوښه او پر ځای یې نور کسان وټاکل. دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت له راتګ راهیسې ورته اقدامات شوي، بلکې تر دې وړاندې هم په یوشمېر دولتي ادارو کې ټاکنې شوې وې.