د ملکي ادارو یوشمېر کارکوونکي وايي، له کوم دلیل پرته له دندو لرې شوي او پر ځای يې د اسلامي امارت اړوند کسان ټاکل شوي دي.
د کابل ښاروالي کارکوونکی احمدجواد (مستعار نوم) چې تازه له دندې ګوښه شوی وايي، له ۱۳۶۶ کال څخه تر اوسه یې په یاده اداره کې کار کاوه، خو څو ورځې وړاندې یې د اداري اصولو او قوانینو له پام کې نیولو پرته له دندې لرې کړی دی.
هغه زیاتوي: «زموږ د منفکۍ مکتوب کې شپږ کسان وو. تاسې خپله پوهېږئ چې د ټولو اقتصادي وضعیت جوړ نه دی. زه هم د لس کسیزې کورنۍ مسوولیت لرم، ډېره راته سخته ده.»
د دې ترڅنګ، د کابل اوسېدونکی مسعود فرهمند چې تېر کال یې له سلګونه نورو سره یوځای د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره کې بست تنقیص شوی و وايي، سره له دې چې د لیسانس تر کچې زدهکړې او لس کاله کاري تجربه لري او له وزګاره کېدو وروسته یې بیا هم هڅه کړې چې کومه حکومتي اداره کې دنده واخلي، خو نهدی توانېدلی دی.
نوموړی وايي: «د ملکي خدمتونو د مامورانو یوازینۍ هیله په دولتي ادارو کې کار دی؛ ځکه نورو برخو کې تجربه نه لري. د ملکي خدمتونو مامور د نجارۍ غوندې پر کوم بل مسلک نه پوهېږي؛ نو چې وزګاره کېږي، له بده مرغه ډېر وخت نیسي چې بله دنده پیدا کړي.»
په تېرو اتلسو میاشتو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو ګڼشمېر کارکوونکي چې ډېره برخه یې ښځې دي، له دندو ګوښه شوي یا یې هم بستونه تنقیص شوي دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون دوه پخوانۍ کارکوونکې زهره نصرتیار او ستاره احمدزۍ چې اداري برخه کې د کلونو تجربې له لرلو سره سره پر کور کېنول شوي، وايي:
«اوس مې پر بست داسې کس راغلی چې دې برخه کې هېڅ معلومات نه لري او نه پوهېږي چې موږ څه کول او کومې پروسې مو پر مخ بیولې.»
«په ادارو کې تجربه لرونکي کسان ډېر مهم دي؛ ځکه که اداره کې د زدهکړو او تجربې لرونکي نه وي، کار یې په ښه ډول پر مخ نه ځي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې ویل کېږي چې تازه د تېلو او ګازو دولتي شرکت یوشمېر کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.
موږ هڅه وکړه په دې اړه د اسلامي امارت د چارو ادارې نظر هم ترلاسه کړو، خو دې ادارې د سلاموطندار پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.