اسلامي امارت پرون ورځ د یوشمېر ولایتونو والیان، د هغوی مرستیالان او امنیه قوماندانان له دندو ګوښه او پر ځای یې نور کسان وټاکل. دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت له راتګ راهیسې په یوشمېر ادارو کې بیړنۍ ګومارنې کېږي، بلکې طالبانو تر دې وړاندې هم د یوشمېر ادارو لپاره څو ځله نوي کسان ټاکلي دي.

یوشمېر کارپوهان سره له دې چې په ادارو کې د وړتیا او پوهې پر بنسټ، د چارواکو ټاکل او بدلون د نظام او ولس په ګټه بولي، خو وايي، په لنډ وخت کې د چارواکو ادلون بدلون د حکومتي چارو په زیان تمامېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو شنونکی نورشاه نوراني وايي، دا چې د اسلامي امارت حکومت نوی دی، ښايي اوسنۍ ټاکنې اړتیا ته په کتو شوې وي، خو که تر دې وروسته دا ډول بیړني بدلونونه راولي، دا به د نظام او ولس په زیان وي او پر امنیتي، اقتصادي او نورو برخو به ناوړه اغېز وکړي.

د چارو یو بل شنونکی حمیدالله هوتک هم ټینګار کوي چې په کم وخت کې د چارواکو ادلون بدلون پر حکومتي چارو منفي اغېز کوي. هغه وايي، ولایتي چارواکي ډېر وخت ته اړتیا لري چې سیمې او ولس سره بدل شي او د چارو د سمون په موخه پلانونه جوړ کړي، خو که ژر ژر بدلېږي، نه‌شي کولای خپل پلانونه جوړ او خلکو ته ګټه ورسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې پر تېر حکومت هم ځکه نیوکې کېدې چې د چارواکو په ټاکلو، ګوښه کولو او ادلون بدلون کې به یې بیړه کوله چې د شنونکو په وینا، دغه کار نه یوازې حکومتي چارې ټکنۍ کوي، بلکې د خدمتونو رسېدو په برخه کې د خلکو په زیان هم تامېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام