د افغان خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه وايي چې د مخکیني حکومت له نسکورېدو سره هم‌مهاله، له ګواښ سره مخ د افغان خبریالان د تخلیې بهیر کې درغلې شوې او دغه بهیر په سمه توګه نه دی مدیریت شوی.

د دغې کمېټې غړي ادعا کوي چې د افغانستان د ژورنالېستانو د سراسري شورا رییس حفیظ‌‌لله بارکزي د خبریالانو په نوم، خپله کورنۍ او خپلوان له هېواده بهر ايستلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټې غړی مبین موحد نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د تخلیې بهیر کې د فساد ترڅنګ، د رسنیو ملاتړو بنسټونو د خبریالانو په نوم، له نړیوالو بنسټونو څخه پیسې راټولې کړي؛ خو هغه یې پر مستحقه خبریالانو نه دي وېشلي.

هغه وویل: «ښاغلي بارکزي ۱۵۰ کسان د خبریال په نوم لست کړي وو، د خبریال پر ځای یې د مستري او قصاب لست ورکړی وو. مونږ او تاسو په تېرو شلو کلونو کې د رسنیو څومره ملاتړي بنسټونه لرل، څه کار یې موږ لپاره کړی.»

 خو د افغانستان د ژورنالېستانو د سراسري شورا رییس حفیط‌الله بارکزی د خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټې ادعا اوازې بولي او وايي چې بهر ته د خبریالانو د لېږد بهیر د حکومت له سقوط وړاندې پیل شوی و.

“دا حقیقت نه لري. دا هغه پروګرام و چې د اشرف غني په وخت کې لکه څنګه چې امریکا او اروپا د مدني ټولنې او خبریالانو لپاره ونډې ټاکلې وې  چې د خبریالانو د مشرتابه له‌خوا ۶۱ کسان ورپېژندل شوي وو او د اضافه کسانو مسوولیت نه لري. دغه داسې پروګرام وو چې ټول خلک تللی شوای، یوازې خبریالان نه.»

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون د خبریال په نوم د ناوړه ګټې اخیستنې د تایید ترڅنګ وايي چې هڅه کېږي مخه یې ونیول شي.

د یاد فدارسیون مسوول مسرور لطفي وايي چې د رسنیو یو‌شمېر ملاتړي بنسټونه د خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي چې دې کار یې اندېښنې راپورته کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه راپورونه ورکول کېږي، بلکې له دې وړاندې هم یو‌شمېر خبریالانو اعتراض کړی چې هېواد کې د خبریالانو له نوم څخه د غلطې استفادې موارد دې د نړیوالو بنسټونو له لوري وڅېړل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام