یوشمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پر رسنیو محدودیتونه ډېر شوي او دغه کار د رسنیو عادي فعالیت او د غږ ازادۍ ته زیان رسولی دی.

د خبریالانو په وینا، د یو‌شمېر دولتي بنسټونو فعالیتونه کمزوري دي او په کره او اړینه توګه خبریالانو ته معلومات نه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه خبریالان چې کابل، بلخ او غور ولایتونو کې فعالیت لري وايي، د اسلامي امارت ویاندویانو څخه د مالوماتو ترلاسه کول ستونزمن کار دی او د هغوی نه‌همکاري لامل شوې چې چمتو شوي رپوټونه یې له خپرېدو پاتې شي.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، خبریالان لومړي لاس معلوماتو ته لاسرسی نه لري او دغه کار هغوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د رسنیو مسوول مسرور لطفي سلام‌وطندار ته وايي: «له بده مرغه په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او دا د اندېښنې وړ ده. مونږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د خپلو لومړیو ورځو په څېر چې خبریالانو ته به یې معلومات ورکول، بیا پر دغه سیستم کار وکړي او ادارې اړ کړي چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورسوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاندویان په دې برخه کې د سلام‌وطندار د خبریال اړیکو ته ځواب ور نه کړ. دا داسې مهال دی چې اسلامي امارت رسنیو سره پر همکارۍ او پر خپل وخت خبریالانو ته د مالوماتو په ورکولو ټینګار کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام