هلمند کې د مخکیني حکومت پرمهال ګڼو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو فعالیت کاوه چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، یوشمیر دغه رسنۍ د مالي ستونزو او محدودیتونو له امله اړ شوې چې خپل فعالیتونه ودروي.

د تړل شویو رسنیو یو‌شمېر کارکوونکي وايي، وروسته له هغې چې رسنۍ یې وتړل شوې او خپلې دندې یې له لاسه ورکړې، له ګڼو اقتصادي او رواني ستونزو څخه ځورېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جانان سیال هلمند کې د تړل شویو رسنیو له ډلې د باختر ټلوېزیون انځور اخیستونکی او ویډیو اډېټور و، د دغه ټلوېزیون له تړل کېدو سره، نوموړی اړ شو چې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره له هېواد بهر لاړ شي.

نوموړی چې پاکستان ته د کار لپاره تللی و، اوس بېرته هېواد ته راستون شوی او د خپل مسلک خلاف هر ډول درانه کار ته یې اوږه ورکړې ده.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «هلته يې معاش راکاوه، ښه معاش یې راکاوه. هلته زه ویډیو ایډیټر او کیمره‌مین وم. کله چې ټلوېزیون وتړل شو، بیا زه لاړم پاکستان ته، هلته مي په هوټل کي کار کاوه، دلته وزګاره وم، په کار پسې ګرځم چي هر قسم کار وي، زه يې کوم. اوس مي دلته د یو چاه سره خبره کړې، هغه داسې په دا کلیو او ځایونو کې ګرځي، زړې اوسپنې  راټولوي، نو نیت مې وو چې ورسره کار کړم.»

محمدولي محمدي له «هلمند ژوندون» راډیو ټلويزیون سره د راپور په برخه کې کار کاوه. نوموړی وايي، له کومې ورځې چې یې کارځای تړل شوی، پر اقتصادي ستونزو برسېره، رواني ستونزې هم ورته پیدا شوي دي.

د نوموړي په وینا، اوس له وزګارتیا او مجبوریته دویم لاس جامې پلوري، خو اندېښنه يې دا ده چې د اوړي په را رسېدو سره د دویم لاس جامو کاروبار هم په ټپه درېږي.

هلمند کې د اسلامي امارت مسوولان د خبریالانو د شته ستونزو پخلی کوي او وايي، د امکان په صورت کي به د بې‌ دندو شویو خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي محمد قاسم ریاض سلام‌وطندار ته وویل، هڅه کوي چې خبریالانو ته له شته فرصتونو څخه د کار زمینه برابره کړي او هغه پروژې چې اړوند بنسټونه یې هلمند کې پلې کوي، خبریالانو ته هم په‌کې کار وکړي.

نوموړي زیاته کړده: «کله چې له مرکز یا نورو اړونده بنسټونو له‌خوا یو داسې پروژه یا کاري فرصت برابر شي چي د خبریالانو ستونزي ورسره حل کېږي، نو د هلمند ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خبریالانو سره خپله همکاري د ورکړل شوي طرزالعمل له مخي، ونه سپموي. موږ د رسینو او خبریالانو سره خپله همکاري د امکان تر حده جاري ساتو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې هلمند کې د تړل شویو رسینو د کارکوونکو پر شته ستونزو سربېره د دې ولایت ښځینه خبریالانو خپل رسینز فعالیتونه په یو مخیز ډول درولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام