د سلام‌وطندار رسنیزې شبکې خبریال رومان کریمي او موټر چلوونکی سمیع‌الله چې نن شاوخوا لس بجې د کابل نوي ښار حاجي یعقوب څلور لارې ته د ښځو د یوه اعتراضیه لاریون د خبري پوښښ په موخه ورغلي وو، د اسلامي امارت د استخباراتو له‌خوا نیول شوي او د اوو ساعتونو لپاره په بند کې وو.

کریمي وایي چې دی او سمیع‌الله د کابل د لسمې حوزې په استخباراتو امریت کې د اوو ساعتونو لپاره په بند کې وو چې مازدیګر پنځه بجې بېرته خوشې شول.

د سلام‌وطندار خبریال رومان کریمي زیاتوي، سره له دې چې د اسلامي امارت استخباراتي ځواکونو ته یې د خبریالۍ کارت هم ښودلی، خو بیا هم خبرو ته یې چا پام نه دی کړی، نیول شوی او وهل ټکول شوی دی.

رومان کریمي وایي: «کله چې یې ونیولم، د ټرافیکو غرفې ته یې بوتلم او مبایل یې راڅخه واخیست. راته یې وویل چې د مبایل کوډ خلاص کړه، ما ورته وویل چې مبایل کې زما شخصي فایلونه دي، ناڅاپه یې په څپېړه ووهلم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

رومان کریمي همداراز وايي چې له نیول کېدو وروسته د اسلامي امارت ځواکونو د ده په مبایل کې ټول شخصي فایلونه او ټولنیزې شبکې کتلي دي.

د کریمي په وینا، د کابل د لسمې حوزې استخباراتي مسوولانو له هغه څخه غوښتي چې له دې وروسته په دغه ډول اعتراضیه غونډو کې ګډون ونه کړي. نوموړی وايي چې د اسلامي امارت د استخباراتو ځواکونو د نیویارک ټایمز تصویر اخیستونکی فرزاد هم نیولی و او له دوی سره یوځای یې بېرته خوشې کړ.

په همدې حال کې د سلام‌وطندار د خبر څانګې مدیر ګل‌محمد ګران وايي چې اسلامي امارت د خبریالانو د امنیت د ټینګښت مسوولیت لري او خبریالانو ته باید د هر ډول اعتراضیه غونډو د پوښښ زمینه برابره کړي.

د ګران په وینا، د اسلامي امارت د استخباراتي ځواکونو له‌خوا د خبریالانو له لوري د اعتراضیه غونډو د پوښښ مخنیوی، د رسنیو پر کار منفي اغېز کوي او اسلامي امارت باید د خبریالانو د نیولو پرځای، اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د ژورنالېستانو د فدراسیون غړی سیدعلي اکبرزاده وايي چې حکومت باید د خبریالانو د امنیت ټینګښت په برخه کې جدي هڅې وکړي او په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې نن یوځل بیا یوشمېر ښځو  په کابل کې اعتراض وکړ  او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه يي ورکول. اعتراض کوونکو د بې‌وزلۍ د زیاتېدو او پر ښځو د محدویدتونو  د دوام په غبرګون کې اعتراض کړی و.

ټاکل شوې وه دغه اعتراض د کابل نوي ښار په «حاجي‌ یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د اسلامي امارت ځواکونو یې مخه ونیوله. یوشمېر ښځې وايي چې د اعتراض پرمهال ګواښل شوي او د پرېکړه‌لیک د لوستلو اجازه هم نه‌ده ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت استخباراتي ځواکونو د سلام‌وطندار په ګډون د یوشمېر نورو رسنیو خبریالان نیولي، وهلي او ټکولي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام