د سلام‌وطندار راډیو خبریال او د متن اډېټور محمدعلي‌ احمدي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له دفتر څخه کور ته پر لار و چې د یوه وسله‌وال برید لاندې راغی او په دې برید کې یې یوه پښه ژوره تپي شوې ده.

احمدي چې دوه شپې او ورځې یې په روغتون کې په بد وضعیت کې تېرې کړي او اوس د ځانګړي مراقبت برخه کې بستر دی، وايي چې کور ته د تلو پرمهال موټر کې یې له ناستو کسانو سره د هېواد روان وضعیت څرنګوالي په اړه بحث وشو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 دی وايي، ټولو هغو چې موټر کې ناست وو، د ناسم سیاسي وضعیت او ناوړه پایلو په اړه یې خبرې کولې. علي‌احمدي وايي، د وضعیت څرنګوالي په اړه د بحث په پیل سره ټولو د خپلو پخوانیو دندو او په دې اړه چې د طالبانو په راتګ سره بې‌کاري زیاته شوې خبرې وکړې.

د سلام‌وطندار راډیو خبریال وايي، یو پوخ عمر لرونکی کس یې څنګ ته ناست وو او ده څخه یې وپوښتل چې ایا چېرته کار کوي او که نه. کله چې هغه کس د علي‌ احمدي دندې او دا چې د سلام‌وطندار راډیو کارکونکی دی پوهېږي، هغه کس ورته وايي چې سلام‌وطندار راډیو یوه امریکايي راډیو ده.

علي‌احمدي وايي، څنګ ته ناست کس یې ناڅاپه له موټر چلونکي وغوښتل چې موټر ودروي. همدا چې له موټر څخه ښکته کېږي، یو ناڅاپه وسله را وباسي او پر هغه څو ډزې کوي.



تراوسه روښانه نه ده چې دغه برید د کومې ډلې له لوري شوی دی.

له دې سره خواکې د سلام وطندار راډیو خبریال وايي، ډاډه نه دی چې دا ناپېژنده کس چې دی یې موخه وګرځا وه، طالب وو او که نه.

د سلام وطندار راډیو د خبر مدیر شاه حسین رسولي د علي احمدي د ټپي کېدو غبرګون کې وايي، د خبریالانو موخه ګرځول هېواد کې د بیان آزادۍ د وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.

رسولي زیاتوي چې مسوولان د رسنیو او په ازاده توګه د خبریالانو د فعالیتونو خوندیتوب لپاره باید د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د سلام‌وطندار راډیو خبریال شکېب سیاوش هم د طالبانو پورې اړوند کسانو له لوري وهل او ډبول شوی و.

په هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره، د اطلاع رسوونې بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی. ګڼ‌شمېر خبریالان طالبانو سره د اړونده کسانو له لوري نیول شوي  او یا هم وهل ډبول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام