Asset 1SWN

سلام وطندار

نیوزیلنډ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې هند مات کړ

349700

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې د هند پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالي کې د لوبډلمشر کېن ویلیامسن او ټام لېټم د ۲۲۱ منډو د ملګرتیا پر مټ هند ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې ټام لېټم ناسوځېدلې ۱۴۵ او لوبډلمشر کېن ویلیامسن ناسوځېدلې ۹۴ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هند د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ته دغه سیالي کې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو د ۳۰۷ منډو هدف ورکړی و.

د هند لپاره په توپوهنه کې شریاس اییر ۸۰، لوبډلمشر شېکر ‌ډاوان ۷۲ او شوبمن ګېل ۵۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د نیوزیلنډ د لوبې پیل ښه نه و، خو وروسته بیا لوبډلمشر کېن ویلیامسن او ټام لېټم ښکلې لوبه وکړه او ټاکل شوی هدف یې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په ۴۸ اوور کې ترلاسه کړ.

د لوبې غوره لوبغاړي د نیوزیلنډ لوبډلې توپوهونکی ټام لېتم ونومول شو.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ لوبه راتلونکې یکشنبه د نومبر ۲۷مه د نیوزیلنډ په هامېلټون کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام