د جاني‌خېل ولسوالي اوسېدونکي: لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه‌لرو

جاني‌خېل د پکتیا تر ټولو لرې پرته غرنیزه ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې له لومړنیو خدمتونو بې‌برخې دي. اوسېدونکو یې سلام‌وطندار ته وايي، د ولسوالي د لویې لارې خرابوالی او د منظم روغتون نشتون، هغه څه دي چې خلک یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي. د دوی په وینا، مخکیني حکومت د یادې ولسوالي د لویې لارې د جوړېدو هڅې وکړې، خو تراوسه هم نه‌ده جوړه شوې.