د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې په احمداباد او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې یې ۹۵۰۰ کورنیو ته وارداتي برښنا چې کابو ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، رسولې ده.

د دوی په وینا، دا پیسې د اسیا پراختیايي بانک له لوري ورکړل شوي چې په خبره یې، ۴۵۰۰ کورنیو ته یې په ګردېز او احمداباد ولسوالي کې او ۵۰۰۰ کورنیو ته یې هم په وزې ځدراڼ ولسوالي کې برښنا ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتیا د برښنا رییس مولوي انورشاه وايي، یادو کورنیو د برښنا مزو لپاره د کوچنیو پایو لګولو لګښت چې دیارلس‌نیم میلیونه افغانۍ کېږي، خپله ورکړې دي.

هغه وايي، که برښنا شرکت ورسره د ټرانسفارمرونو او پایو برخه کې مرسته وکړي، د پکتیا د ډېری ولسوالیو اوسېدونکي تیار دي چې د کوچنیو پایو لګېدو او د برښنا د لېږد لګښت پر غاړه واخلي.

نوموړی زیاتوي چې پکتیا کې ډېری کورنیو ته برښنا نه‌ده رسېدلې او خلک غواړي چې له حکومت سره په ګډه دا چاره سر ته ورسوي.

هغه کورنۍ چې تازه یې کورونه رڼا شوي، د خوښي ښودلو ترڅنګ غوښتنه کوي چې د پکتیا نورو ولسوالیو او سیمو ته هم برښنا ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د مرکز ګردېز د میهلن کلي اوسېدونکی احمدګل وايي، که څه هم خوښ دي چې کورونه یې رڼا شوي، خو په وینا یې، په‌کار ده چې د پکتیا نورو ګڼ‌مېشتو ولسوالیو لکه، سیدکرم، زرمت او څمکنیو ته هم برښنا ورسول شي.

د پکتیا د برښنا ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د تخنیکي وسایلو او مسلکي کسانو له کمښت څخه هم سر ټکوي او وايي، د برښنا مزو پرې کېدو یا دې برخه کې د نورو تخنیکي ستونزو پېښېدو پر مهال نه‌شي کولای پر خپل وخت د برښنا بهیر عادي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام