د برښنا شرکت عمومي اجرائیوي مشر عبدالباري عمر د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره کتنه کې د برښنا اړوند لویو پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړي.
دې کتنه کې ښاغلي عمر ویلي، برښنا یوه مهمه بشري اړتیا ده او نړیوال باید د برښنا اړونده برخو کې خپلې نېمګړې پروژې بشپړې او نوې پروژې پلې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه غوښتنه کړې چې نړیوال دې د تخنیکي اړتیاوو پوره کولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د افغانستان برښنا شرکت سره همکاري وکړي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د برښنا اړوند پروژو بشپړولو لپاره د نړیوالو تمویلوونکو سازمانونو د هڅونې په ګډون، ګڼو نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.