د پکتیکا د ارګون ولسوالي هټۍ‌وال وایي، له نن سهار راهیسې یې بازار له دې امله د اعتراض په توګه تړلی چې د مستوفیت مسوولانو له‌خوا ترې د تېرو کلونو په پرتله څو چنده مالیه اخیستل کېږي.

د ارګون ولسوالي د هټۍ‌‌والو کمېټې مشر علي‌جان سلام‌وطندار ته ویلي چې تېرو کلونو کې له ۵۰۰ تر ۲زره افغانۍ مالیه اخېستل کېده، خو اوس له ۴۰۰۰ تر ۲۰زره پورې مالیه ترې اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د هغه پر وینا، د دوکاندارانو کاروبار خراب دی او د دومره زیاتې مالیې ورکولو توان نه‌لري.

نوموړي وویل: «دوی اوس لس زره، پنځلس زره ان شل زره افغانۍ مالیه غواړي، خو د تېر نظام پر مهال له چا زر، له چا دولس سوه او له چا پنځلس سوه او دوه زره چې هغه ډېر لوی دوکان به هم و، تر پنځه یا شپږو زرو زیاته مالیه نه ترې اخېستل کېده. بازار به تر هغه وخته تړلی وي چې زموږ غوښتنې یې نه وي منلې.»

یوه بل هټۍ‌وال حبیب‌الله وویل، تېرکال کې یې حکومت ته ۲۰۰۰ افغانۍ مالیه ورکړې، خو اوس ترې د ۱۸۵۰۰ افغانۍ مالیې غوښتنه شوې ده.

په ورته مهال د پکتیکا مستوفي مولوي عبدالوهاب عمري وویل، د قانون له مخې هټۍ‌والو څخه نیم فیصد مالیه د هغوی د پلور مطابق اخلي او هېچا څخه به له قانوني وضعه شوې مالیې زیاته وانخیستل شي.

د نوموړي په وینا، د مستوفیت ټیمونو لومړی دوکانونه تثبیت کړي او وروسته یې د هغوی د خرڅلاو پر اساس مالیه ورته ټاکلې ده.

هغه وویل: «وزارت چې کومه مالیه ټاکلې، هغه نیم فیصد ده. له هغې له هیچا هم زیاته نه‌اخېستل کېږي او له هېچا سره هم زیاتی نه کېږي. هر کس ته موږ ورغلي یو مخکې له دې چې مالیه راټوله کړو ثبت نام مو کړی، تثبیت کړی مو دی. له هر هټۍ‌وال موږ پوښتلي او یا مو د عمده فروشانو بېلونه کتلي، د هرې ورځې، اوونۍ او میاشتې بیا مو دوی ته مالیه ټاکلې، خو که بیا هم کوم هټۍ‌وال شک لري، زه خپله ورځم د هغه د پلور مطابق به ورته مالیه ټاکم.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ارګون بازار د هټۍ‌والو د کمېټې د مسوولانو په وینا، اوس د ارګون ولسوالي بازار شاوخوا ۳زره او ۵ سوه دوکانونه لري چې له نن سهار راهیسې د خلکو له‌خوا د اعتراض په توګه تړل شوي او ترهغه به تړلي وي، څو د دوکاندارانو غوښتنې نه وي منل شوي او مالیه کمه نه‌شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام