Asset 1SWN

کابل کې د هټۍ‌والو له لوري د پلیو لارو د بندېدو په اړه د ښاریانو شکایت

تتتت

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې هټۍ‌والو، لاس‌پلورونکو او کراچۍ لرونکو کسانو په ټول ښار کې خپل توکي د سړکونو او پلیو لارو پر سر د خرڅلاو لپاره ایښي او دوی تر پوزې راوستي دي. د کابل ښار اوسېدونکې محبوبه وايي، ډېر کله د هټۍ‌والو او کراچۍ‌لرونکو له لوري د پلیو لارو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخامخ شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «یوه ورځ ولوېدم، جامې مې څیرې شوې. که له خپلو ماشومانو سره پر سړک لاړ شوو، ښه نه ده او پلې لارې د خلکو د تګ‌راتګ لپاره دي، خو هټۍ‌والو پرې خپل مالونه ايښي او خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی مرتضی بیا کابل ښاروالي پر بې‌غورۍ تورنوي او وايي چې مسوولان یې باید د ښاریانو ستونزې حل کړي. نوموړی وايي: «دولت باید د کراچۍ‌لرونکو لپاره یو مشخص ځای جوړ کړي، څو نه دوی وځورول شي او نه هم خلک.»

په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکی ویس‌الله چې د ښار پر یوې پلې لاره یې د تازه مېوې د پلور لپاره کراچۍ درولې وايي، لاره یې نه‌ده بنده کړې او دلته هم له مجبوریته ولاړ دی؛ ځکه په وینا یې، د کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه ده او دی اړ دی چې یوه مړۍ ډوډۍ ورته پیدا کړي.

خو د کابل ښاروالي مسوولان وايي، هغه کسان چې پلې لارې او سړکونه یې بند کړي، قانوني چلن به ورسره وکړي. د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي سلام‌وطندار ته وویل: «پلې لارې د خلکو د تګ‌راتګ لپاره دي او هېڅوک حق نه لري چې هغه بندې کړي. موږ به یې په مشخصو ورځو کې پاکې کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل ښار اوسېدونکي داسې مهال د هټۍ‌والو او کراچۍ‌لرونکو له لوري د پلیو لارو د بندېدو په اړه شکایت کوي چې کابل ښاروالي وايي، د لاس‌ پلورونکو او کراچۍلرونکو لپاره یې ځانګړي ځایونه په پام کې نیولي او باید هلته خپل کاروبار وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام