Asset 1SWN

د سبزۍ له لوړې بیې د کابل ښاریانو شکایت؛ «یو من پیاز ۴۰۰افغانیو ته ورسېدل»

TY11-ONION111-DP

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د پلازمېنې په بازارونو کې د سبزیو په ځانګړې توګه د پیازو د بیې له لوړېدو شکایت کوي. دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ورځ ترې بلې د کابل په بازارونو کې د پیازو بیه لوړېږي.

د کابل د اوسېدونکو په وینا، ډېری کورنۍ بې‌وزله دي او د پیازو د پېرلو توان هم نه لري. د کابل یوه اوسېدونکي نویدالله وویل: «یو من پیاز ۴۰۰ افغانیو ته رسېدلې. ټول شیان قیمته شوي، هر څه چې راځي بیې یې لوړې دي. یوه بورۍ اوړه ۲۲۰۰ افغانۍ دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د کابل یو بل اوسېدونکی علي‌حسین سلاموطندار ته وايي چې پخوا به یې یوه کیلو پیاز په ۲۰ افغانۍ پېرل، خو اوس یې بیه ۴۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، د توکو د بیو لوړېدو له امله د پخوا په پرتله اوس نیمايي توکي اخلي.

علي‌حسین زیاته کړه، که پخوا به یې سبزي یو من اخیسته، خو اوس یې د توکو د لوړو بیو او بې‌وزلۍ له امله نیم چارک پېري.

په ورته وخت کې یوشمېر سوداګر وايي، بهر ته په ځانګړې توګه پاکستان ته د پیازو صادرات او لوړه ګمرکي تعرفه هغه لاملونه دي چې له امله یې د کابل ښار بازارونو کې د پیازو بیه لوړه شوې ده.

افغان سوداګر محمد وویل: «پیاز لوړ شوي، قیمتونه لوړ تللي. پرون په ۳۴۰ افغانۍ و او نن ۳۶۰ افغانۍ و. دا ځکه چې پیاز پاکستان ته ځي او زموږ سوداګر یې پاکستان ته لېږدوي.»

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان هېواد کې د پیازو حاصلاتو ختمېدل او د سالنګ لویې‌لارې تړل کېدل، د کابل بازارونو کې د پیازو بیې لوړېدو لامونو څخه بولي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌وطندار ته وویل: «افغانستان کې پیاز خلاص شوي، ځکه موږ له هېواده بهر صادرات لرل، اوس مو چې ولیدل، بیې لوړې ځي، موږ بېرته له ازبکستان او تاجکستان واردات پیل کړل. په دې ورځو کې چې بیې لوړې شوي، د دې لپاره دي چې موټر سالنګ کې د واورې د اورښت له امله ایسار پاتې دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې هر کال د ژمي په راتګ سره د افغانستان بازارونو کې د سبزیجاتو بیې لوړېږي. هېواد کې د لویو او معیاري سړوخونو نه‌شتون لامل شوی چې هر کال د پیازو او رومي بانجانو په څېر کورني محصولات پاکستان ته صادر او بیا ژمي کې بېرته په لوړه بیه افغانستان ته وارد شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام