یوه میاشت او ۹ ورځې وړاندې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه او د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش او د دغه بانک د عامه اړیکو سلاکار او دوه نور کارکوونکي په‌کې ووژل شول. دا چې پر موټر څنګه چاودنه وشوه، هغه پوښتنه ده چي د یما سیاوش د کورنۍ په ګډون یې ډېر خلک لري، خو تر اوسه کومې مسوولې ادارې د دې چاودنې په اړه نور معلومات نه دي شریک کړي.

د یما سیاوش پلار محمد داوود سیاوش له پېښې وروسته امنیتي ادارو ته یوه میاشت وخت ورکړ چې عاملان یې پیدا او ونیسي.

د یما سیاووش پلار وايي، نن یې امنیتي ادارو ته ټاکلی وخت پوره شو، خو په وینا یې، تر اوسه ورته لازم معلومات نه دي ورکړل شوي او حق لري چې پوښتنه یې وکړي.

محمد داوود سیاوش وايي، د امنیتي ادارو د نه خپلواکۍ، ستونزې جوړولو او دقیقو معلوماتو نه ورکړې له کبله غواړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو ورته سازمانونو ته شکایت وکړي.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک‌پاڼې د یما سیاوش له کورنۍ غوښتي چې په خبرو یې باور وکړي؛ ځکه په وینا یې، یاده پېښه یې نه ده هېره کړې.

د یما سیاوش د وژلو پېښه د هغه د کورنۍ ترڅنګ، رسنۍ هم څاري. یوشمېر خبریالان وايي چې مسوولو ادارو د پېښې د څېړلو په اړه ورسره لازمه همکاري نه ده کړې.

د طلوع ټلوېزیون خبریال تمیم حمید او د یک ټلوېزیون خبریال شکیب مولوي‌زاده وايي، لا هم د یادې پېښې پټ اړخونه نه دي ښکاره شوي او د افغانستان بانک مسوولان نه یوازې رسنیو، بلکې امنیتي ادارو ته هم لازم معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یما سیاوش له وژل کېدو وروسته په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي او په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریاله ملاله میوند هم ووژل شول.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام