د یما سیاوش کورنۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا او لاهه محکمې ته شکایت کوي

یوه میاشت او ۹ ورځې وړاندې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه او د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش او د دغه بانک د عامه اړیکو سلاکار او دوه نور کارکوونکي په‌کې ووژل شول. دا چې پر موټر څنګه چاودنه وشوه، هغه پوښتنه ده چي د یما سیاوش د کورنۍ په ګډون یې ډېر خلک لري، خو تر اوسه کومې مسوولې ادارې د دې چاودنې په اړه نور معلومات نه دي شریک کړي.

ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګ‌ژوبله هدفي وژنې اړوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سږ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګ‌ژوبله د هدفي وژنو له کبله اوښتې ده. دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۹۴۵ ملکیان چې ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د دولت د ملکي ادارو کارکوونکي او نور هېوادوال په‌کې شامل دي او په جګړه کې هم هېڅ ښکېل نه وو، د هدفي وژنو قرباني شوي دي.