افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کار کې د هغو هېوادونو د ډلې په ټیټه کچه کې راغلی چې بشري پرمختګ په‌کې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري پرمختګ اړوند د ۲۰۲۰ راپور ښيي چې افغانستان تېر کال د ۱۸۹ هېوادونو په ډله کې ۱۶۹ ځای او د بشري پرمختګ له اړخه د ټیټې کچې ۳۳ هېوادونو په ډله کې دیارلسم ځای خپل کړی دی.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د بشري پرمختګ کچه ۰،۵۱۱ ده چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ ۶۹،۲ سلنه ډېروالی ښيي. داسې چې دا کچه له ۰،۳۰۲ نه ۰،۵۱۱ ته لوړه شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۹ کې په افغانستان کې د ښځو د بدلون کچه ۰،۳۹۱ او د نارینه‌وو هم ۰،۵۹۳ وه.

راپور لیکي، په افغانستان کې د زېږون پر مهال ژوند ته هیله‌مندي ۱۴،۵ کاله لوړه شوې ده، د زده‌کړې کلونو منځنۍ کچه (د زده‌کړې کلونو منځنۍ کچه ۲۵ کلن او ترې لوړ) ۲،۴ کاله او د وړاندوینې شویو زده‌کړو کلونه ۷،۶ کاله ډېروالی ښيي.

دغه راز، د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۹ کلونو په منځ کې د افغانستان د هر وګړي په کلنیو ناخالصو عوایدو کې شاوخوا ۱۰ کموالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د بشري پرمختګ کچې د ۲۰۲۰ کال په راپور کې لیکلي چې انسانانو له کلونو راهیسې پر ځمکې فشار راوستلی او په وروستیو سلو کلونو کې دغه فشار د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

په دغه راپور کې د کورونا ویروس په نړۍ کې یو نوی ناورین یاد شوی چې اوږدمهاله تیاری سیوری به یې کلونه پر نړۍ پروت وي.

د ملګرو ملتونو د بشري پرمختګ څانګې د بشر د پرمختګ په اړه د کاربن خپرېدل هم په پام کې نیولي او لیکلي یې دي، هغو پرمختللیو هېوادونو چې تر ټولو ډېر کاربن او ګازات تولیدوي، له وروسته پاتې هېوادونو نه فرصتونه اخیستي دي.

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د ځمکې له کُرې سره په تعادل کې د بشري پرمختګ د زیاتوالي لپاره هم حل‌لارې وړاندې کړې دي.

سږ کال د بشري پرمختګ د لومړي راپور او د بشري پرمختګ څانګې د پرانېستل کېدو ۳۰مه کلیزه ده چې په ۱۹۹۰ کال کې جوړه شوه او موخه یې د پراختیا او پرمختګ اړوند بحثونو لارښوونه او په دې برخه کې د هېوادونو ارزونه ده.

 

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام