Asset 1SWN

ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګ‌ژوبله هدفي وژنې اړوي

WhatsApp-Image-2020-12-15-at-10.38.22-AM-ozw1h32ib6wf4e8vaf1dipbizjokt0n6ww5d3bk9f0 (1)

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سږ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګ‌ژوبله د هدفي وژنو له کبله اوښتې ده.

دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۹۴۵ ملکیان چې ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د دولت د ملکي ادارو کارکوونکي او نور هېوادوال په‌کې شامل دي او په جګړه کې هم هېڅ ښکېل نه وو، د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون د کابل د والي مرستیال محبوب‌الله محبي، د هغه د سکرتر، په کابل کې د یوه مدافع وکیل حشمت‌الله دقیق او د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان وژل کېدو ته په اشارې وايي چې یاد کسان د دولت ملکي کارکوونکي وو.

د کابل د والي مرستیال محبوب‌الله محبي او د هغه سکرتر پرون د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

دغه راز، د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان هم د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د یوه چسپکي ماین له کبله ووژل شو او د هغه یو ساتونکی او د ولایتي شورا یو بل غړی په‌کې ټپیان شول.

ناپېژنده وسله‌والو بېګاه مازدیګر د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په خواجه‌بغرا سیمه کې یو مدافع وکیل حشمت‌الله دقیق هم وواژه.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر ملکیانو برید ښکاره جنګي جنایت بولي.

دغه کمېسیون ټینګار کوي چې د یادو وژنو عاملان د وخت په تېرېدو سره بې‌سزا نه شي پاتې کېدای او هر وخت او په هر ځای کې به ځواب‌ویونکي وي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي ادارو، رسنیو او بشري حقونو پر اړوندو کارونو د دغو وژنو د دوام اغېز په اړه اندېښنه ښيي او له حکومت نه غواړي چې د قربانیانو کورنۍ د خپلو څېړنو د پرمختګ په اړه خبرې کړي، پایلې یې ډاګیزې او د قربانیانو لپاره عدالت پلی کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام