Asset 1SWN

د غور د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

WhatsApp-Image-2020-12-15-at-1.16.34-PM-ozw8medz7h57dihdr55pl9r57teuy55xahbhl81g30

په غور کې محلي مسوولان مني چې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر مرستیال عبدالرحمان عطشان چسپکي ماین چاودلی دی.

په دې چاودنه کې چې نن شاخوا یوولس بجې شوې، ښاغلی عطشان وژل شوی او د ولایتي شورا یو بل غړی او د عطشان ساتونکی ټپیان دي.

د غور د عامې روغتیا سرپرست عبداللطیف رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده چاودنه کې د ولایتي شورا مرستیال وژل شوی او د هغه یو ساتونکی او د ولایتي شورا یو بل غړی ټپیان شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل د والي مرستیال محبوب‌الله محبي هم د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام