Asset 1SWN

د کابل د والي مرستیال په یوه چاودنه کې ووژل شو

WhatsApp-Image-2020-12-15-at-10.38.22-AM-ozw1h32ib6wf4e8vaf1dipbizjokt0n6ww5d3bk9f0

د کابل د والي مرستیال نن سهار د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۹:۴۰ دقیقې د څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د والي پر مرستیال محبوب‌الله محبي د چسپکي ماین چاودنه شوې او هغه یو سکرتر یې په‌کې وژل شوي دي.

په دې چاودنه کې د ښاغلي محبي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د ماین اېښودنې د بریدونو هستې یې نیولې او د نورو «ترهګرو» د ځپلو لپاره هم هڅې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام