Asset 1SWN

طالبانو فراه ولايت کې يو ديني عالم وواژه

Farah-Khatib-ozuegvkvjfdj9ww4u9d8u4bou1ri6w52pokvf2b990

 

فراه ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، وسله‌والو طالبانو د دې ولايت د لاش‌و‌جوين ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطيب مولوي غلام‌سخي وژلی دی.

د ياد ولايت د والي وياند محب‌الله محب سلام‌وطندار ته وايي، پر دغه ديني عالم وسله‌والو طالبانو تېره شپه شاوخوا اته بجې هغه مهال بريد کړی چې له جوماته کور ته روان و.

د محب په وينا، دغه ديني عالم ځکه وژل شوی چې د طالبانو کړنې يې غندلې.

د فراه د والي وياند زياتوي، له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه د عاملانو نيولو په موخه سيمې ته لاړل چې له طالبانو سره په نښته کې يې درې طالبان ټپيان کړي او دوه موټرسايکلونه يې نيولي دي.

محب‌الله محب د يادو کسانو د نيولو په اړه څه ونه ويل.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام