یوازې تېره اوونۍ په څلورو ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، چې یوازې تېره اوونۍ د هېواد په څلور ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي دي.
د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مسوول ذبېح‌الله فرهنګ وايي، یاد ملکیان په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د چسپکي او سړک غاړې ماین چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي.

پکتیا؛ په بدو کې د نجونو ورکړې ناوړه دود له منځه تللی

پکتیا کې مېرمنې که څه هم شکايت کوي چې لا هم د اسلام او قانون له لوري ورکړل شوي حقونه په بشپړه توګه نه دي ورکړل شوي او په ترلاسه کولو کې یې له ستونزو سره مخامخ دي، خو زیاتوي چې په ځينو برخو کې مثبت بدلونونه هم راغلي دي.
دغو مېرمنو دا خبرې په ګردېز کې د بشري حقونو په يوه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګ‌ژوبله هدفي وژنې اړوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سږ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګ‌ژوبله د هدفي وژنو له کبله اوښتې ده. دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۹۴۵ ملکیان چې ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د دولت د ملکي ادارو کارکوونکي او نور هېوادوال په‌کې شامل دي او په جګړه کې هم هېڅ ښکېل نه وو، د هدفي وژنو قرباني شوي دي.