د جګړې د ګردونو او د وسلو د باروتو په منځ کې د جوزجان د ولسوالیو پر لور روان وم. کوچني ماشومان له جګړې پاتې او ویجاړو دېوالونو ترمنځ د خپلو پلرونو راتلو ته شېبې شمېرې او د هغو د لیدو لپاره په هر موټر پسې منډې وهي.

د ماشومانو لوڅې پښې او مایوسې څېرې او خپلو ځامنو ته په تمه میندې د هر انسان زړه ټوټه ټوټه کوي. زه هغو کورونو ته ورغلم چې جګړې یې له ماشومانو د پلار مینه او له میندو هم د خبرو کولو وسه اخیستې ده.

یوه داسې کور ته چې بام هم نه لري، ورننوتم او یوه مور چې دېوال ته ناسته ده، اوښکې یې پر مخ را روانې دي او پړونی یې د خپل هغه سرتېري زوی تصویر پاکوي چې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

دغه مور بي‌بي حوا نومېږي. هغه وايي، په هېواد کې روانې خونړۍ جګړې د کونډو ښځو او یتیمو ماشومانو شمېر ډېر کړی چې دوام به یې لا ډېرې میندې بورې او ماشومان هم یتیمان کړي.

نوموړې وايي، جګړې بېخي ستړي کړي او نور نه غواړي د هېواد بچیان د جګړې په اور کې وسوځي. دغه مور چې د خپل وژل شوي زوی په غم او درد کې سوځي، د جګړې له دواړو لوریو غواړي چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او سوله‌ييز ژوند غوره کړي.

کیسه دلته پای نه مومي. د پلټنې له څو پوستو او پر سختو لارو له تلو وروسته یوې داسې سیمې ته ورسېدم چې جګړې په‌کې ټول جوړ شوي کورونه نړولي او ګڼ‌شمېر ماشومان یې هم معلولان کړي دي.

دغې سیمې ته په ورننوتو مې له یوه ویجاړ شوي کور نه د ښځو او ماشومانو ژړا تر غوږو شوه. دغې کورنۍ تازه د خپلې کورنۍ یو غړی چې د طالبانو په ډله کې و، له لاسه ورکړی و. زه هم ور روان او له یوې مور سره مخامخ شوم چې خپل زوی یې له لاسه ورکړی و. دغه مور خپل نوم حسینا را پېژني او وايي، په هېواد کې له روانې خونړۍ جګړې چې هره ورځ په‌کې لسګونه ځوانان ګور ته ټیټوي، ستړې شوې او د جګړې د پای شېبې شمېري.

د هغې په خبره، نن سبا د جګړې په دواړو خواوو کې ځوانان چې د یوه خدای، یوه دین او یوه کتاب پیروان او مسلمانان دي، وژل کېږي.

دغه مور په هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او خپلې غوښتنې او مخالفتونه د خبرو له لارې هوار کړي.

دا یوازې جوزجان نه دی چې د جګړې په دواړو خواوو کې د وژل کېدونکو ځوانانو کورنۍ د غم پر ټغر ناستې دي، بلکې د وطن هره کورنۍ هره ورځ د زړه ټوټو پر غم کړېږي.

د دغو سختو او دردېدونکو کیسو له اورېدو وروسته بېرته د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته را ستون شوم.

د جوزجان ولایت یوشمېر دیني عالمان په هېواد کې روانه جګړه ناروا بولي او وایي، ښکېل اړخونه باید د سولې په برخه کې له اوسنیو زرینو فرصتونو ګټه واخلي او خپلې غوښتنې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د جوزجان یو دیني عالم مولوي احمدشاه وایي، په هېواد کې روانه جګړه دیني اړخ نه لري. د نوموړي په وینا، وژنې، تاوتریخوالی، د خلکو د سر و مال ګواښل، د هغو پر ابرو او عزت پښې اېښودل او ګډوډي جوړول په اسلامي شریعت کې ځای نه لري او هېڅوک یې په هېڅ ډول له دغه شریعت سره تړاو نه شي ورکولای.

په هېواد کې روانې خونړۍ جګړې چې هره ورځ په‌کې لسګونه ځوانان ژوند له لاسه ورکوي، عامه بنسټونه نړېږي او پر افغانانو یې ژوند تریخ کړی، یوازې د قربانیانو د کورنیو زړونه نه دي اوبه کړي، بلکې د دواړو خواوو په لیکو کې ولاړ کسان هم ترې ستړي شوي دي.

د طالب ډلې یوشمېر وسله‌وال او امنیتي ځواکونه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، روانې جګړې ستړي کړي او د پای ته رسېدو او په هېواد کې د یو او بل منلو او یووالي ته شېبې شمېري.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د دولت او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې دویم پړاو خبرو لپاره د دواړو لوریو مرکچیان پر بحثونو بوخت دي، خو ورسره هم‌مهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه کسان د مخامخ جګړو، هدفي وژنو او چاودنو قرباني کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام