د پکتیا د مستوفیت مسوولان وایي چې د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د مستوفیت عواید ۳۰ سلنه لوړ شوي چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې یې شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پکتیا ولایت مستوفي احمدالله حقاني سلام‌وطندار راډیو ته وویل چې د پخوا په پرتله د دوی عوایدو کې ۳۰ سلنه لوړوالی راغلی. هغه وایي چې دغه عواید د ګردېز په ګډون له ټولو ولسوالیو او شرکتونو څخه یې راټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه د دغو عوایدو د لوړیدو لامل، په مستوفیت کې د فساد نشتون بولي او وایي، د دغو عوایدو راټولو لپاره یې هغو سیمو او ولسوالیو ته خپل کارکوونکي لېږلي چې په تېر نظام کې یې نشو کولای له سوداګرو، هټۍ‌والو او شرکتونو څخه عواید راټول کړي.

دی وایي: «موږ په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د تېر په پرتله ۳۰ سلنه لوړوالی ښیي او هڅه کوو چې دغه عواید نور هم لوړ شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا مستوفیت ددغه ولایت له سوداګرو، هټۍ‌والو او شرکتونو څخه غواړي چې خپله مالیه پر ټاکلي مودې تحویل کړي او که چېرې مالیه پر وخت تحویل نه‌کړي، له هغوی سره به قانون چلن وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام