د هلمند د مستوفیت چارواکي وايي چې یادې ادارې په تېره یوه اوونۍ کې له ګڼو ادارو څخه څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د دې ولایت د مستوفیت ادارې د مسوولان په خبره، یاد عواید یې د اصنافو ثابته مالیې، د قراردادونو مالیې، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعي مالې، د کرایې موضوعي مالیې او پر انتفاعي معاملو مالیې څخه راټولې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې دوی زیاتوي چې د ټرانسپورټ، سوداګریزونو اعلانونو، ټرافیکي لایسنسونو او نورو برخو کې یې اته میلیونه څلور لکه او څلور دېرش زره «۸۴۳۴۵۰۹» افغانۍ عواید د دولت خزانې ته راټول کړي دي.

 د هلمند ولایت د مستوفیت ادارې چارواکو ډاډ ورکړی چې د دې ادارې په چارو کې روڼتیا ډېره شوې او خپل عواید په رڼه توګه راټولوي. دوی پر ټولو مالیه ورکوونکو او عایداتي سرچینو غږ وکړ چې خپلې مالیې دې پر ټاکلي وخت دې ادارې ته وسپاري او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره چارواکو ویلي چې هېواد کې به د فساد مخه نیسي او اجازه نه ورکوي چې د دولت  د خزانې یوه افغانۍ هم شخصي جېبونو ته لاړې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په مالیې وزارت کې چارواکو ویلي وو چې د نوي حکومت په راتلو سره د عوایدو د راټولو کچه لوړه شوې او په راتلونکې کې به دا کچه نوره هم لوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام