Asset 1SWN

ننګرهار کې پر بې‌سرپرسته مېرمنو چرګانې وېشل شوي

GAHLTawbgAAcwLg

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ننګرهار په مرستون کې په ۲۰ بې‌سرپرسته مېرمنو باندې چرګانې او د چرګانو دانې وېشلې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې «چهارشنبه، لیندۍ اتمه» پر اېکس لیکلي چې هرې بې‌سرپرستې مېرمنې ته ۳۶ هګۍ لرونکې چرګې، ۱۰۰ کیلوګرامه دانه او ۲۰۰ لېټره بیلر ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې ترڅنګ هرې  کورنۍ ته ۴۶۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوي، څو د چرګو روزنې او ساتنې لپاره ځای برابر کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لیکلي: «۵۰ جوړه دستکشې، ۱ ډبی ماسکونه او یوه جوړه چپلکې شاملې وې، همدارنګه هرې کورنۍ ته ۴۶۰۰۰ افغانۍ د چرګانو د روزنې او د ځای برابرولو په موخه ورکړل شوې او ترڅنګ یې د چرګانو د ښې پالنې او تغذیې او د حفظ الصحې په برخه کې یادو بې‌سرپرسته کونډو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري روزنه هم ورکړل شوې.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال دې ټولنې پر اېکس لیلي چې له دې وړاندې یې د ننګرهار په ګډون څلور ختیځو ولایتونو کې ۳۰۰۰ بې‌سرپرسته مېرمنو سره نغدي مرستې هم کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام