بلخ کې په ۴۳ میلیونه افغانیو د یوه سړک د سفالټ چارې پیل شوې

بلخ کې د مزارشریف ښاروالي له لوري دغه ښار کې په ۴۳ میلیونه افغانیو د «جمعه‌اثک» سړک د سفالټ چارې پیل شوې چې تر راتلونکو درېوو میاشتو به بشپړې شي.

د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وايي چې یاد سړک ۱۲۵۰ مټره اوږدوالی او ۲۵ مټره پلنوالی لري چې ټول لګښت یې د یادې ښاروالي له‌خوا ورکول کېږي.

کندهار کې په ۲۵ میلیونه افغانیو د برښنا وېش شبکه جوړه شوه

د افغانستان برښنا ریاست مسوولان وايي چې د کندهار په میوند ولسوالي کې په ۲۵ میلیونه افغانیو د برښنا وېش یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د برښنا ریاست ویاند حکمت‌الله میوندي سلام‌وطندار ته ویلي چې میوند ولسوالي کې د برښنا دغه شبکه به پر یوه وخت ۲۵۰۰ مزو ته برښنا ورسوي.

سوېلي کوریا کې د «سپي غوښې» پر خوړو د بندیز له امله لاریون شوی

د سوېلي کوریا پلازمېنې سېول کې د «سپیو فارم‌لرونکو» د حکومت د هغې پرېکړې له امله لاریون کړی چې له مخې به یې دغه هېواد کې د «سپي غوښې» پر خوړو بندیز لګول کېږي.

رویټرز خبري اژانس نن «پنج‌شنبه، نومبر ۳۰مه» راپور ورکړی، دغه کسان چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ ته رسېده، د ولسمشر دفتر مخې ته ورټول شوي و او د یادې جنجالي پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کوله.

سینګاپور او زوریخ د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښارونه وپېژندل شول

د اکانومېسټ څارنې څانګې «EIU» د یوې تازه سروې له مخې سینګاپور او زوریخ د روان کال «۲۰۲۳» د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښارونه بلل شوې دي.

په سروې کې له سنګاپور او زوریخ وروسته جېنوا، نیویارک او هانګ کانګ له درېیم تر پنځم ځایونه خپل کړې دي.