Asset 1SWN

کندهار کې په ۲۵ میلیونه افغانیو د برښنا وېش شبکه جوړه شوه

برښنا شبکه

د افغانستان برښنا ریاست مسوولان وايي چې د کندهار په میوند ولسوالي کې په ۲۵ میلیونه افغانیو د برښنا وېش یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د برښنا ریاست ویاند حکمت‌الله میوندي سلام‌وطندار ته ویلي چې میوند ولسوالي کې د برښنا دغه شبکه به پر یوه وخت ۲۵۰۰ مزو ته برښنا ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د جګړو پر مهال يې د کورونو تر څنګ ټولي شتمنۍ له لاسه ورکړي او خوښ دي چې د یادې شبکې پر مټ د برښنا له نعمت برخمن شول.

دوی له اړوند مسوولانو غوښتنه لري چې د برښنا وېش ترڅنګ دې دغه سیمه کې د بیارغونې نورې پروژې هم پلې کړي.

د کندهار برښنا ریاست د معلوماتو پر بنسټ دغه ولایت ته له کابل څخه د وارداتي برښنا پر یوې برخې هم کار روان دی، څو دغه ولایت ته لا زیاته برښنا ولېږدوي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال د کندهار برښنا ریاست مسوولان ټينګار کوي چې راتلونکې کې به د زېړۍ، پنجوايي او سپین‌بولدک په ګډون د یاد ولایت نورو سیمو ته هم برښنا وغځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام