Asset 1SWN

حقاني: له پاکستانه راستانه شویو ته د اسانتیاوو برابرول مو لومړیتوب دی

231128asia_Afghanistan_Pakistan

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني لوګر ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي چې له پاکستانه راستانه شویو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرول د دوی لومړیتوب دی.

حقاني د لوګر د کډوالو چارو ریاست ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې دغه ولایت ته له پاکستان څخه تازه راستانه شویو افغانانو سره هر اړخیزې مرستې وکړي او د دوی لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، هغه افغانان چې اوس مهال وزګاره دي او غواړي چې حریفوي برخو کې مسلکي زده‌کړې او کار وکړي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت به ورته د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

د لوګر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مسعود اخندازاده بیا دې غونډې ته وویل، هڅه کوي له پاکستان څخه تازه راستانه شویو افغانانو سروې بشپړه کړي او د کورنیو او نړیوالو بنسټونو پر مټ ورسره مرستي وکړي.

هغه له تازه راستنېدونکو افغانانو وغوښتل چې لوګر ته له راتګ سره سم کډوالو چارو ریاست ته مراجعه وکړي او ځان په دغه اداره کې د مرستو ترلاسه کولو او نورو اسانتیاوو لپاره ثبت کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر ته له پاکستانه راستانه شوي افغانان له حکومت څخه د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او همدارنګه د کارکولو زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام