Asset 1SWN

د سپین‌بولدک له لارې تراوسه ۸۰زره افغانان له پاکستانه راستانه کړل شوي

کډوال۲

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور د اېستلو په لړ کې تر دې مهاله د کندهار د سپین‌بولدک له لاري دغه ولایت ته ۸۰ زره افغانان بېرته راستانه شوې دي.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا ځای پرځای کولو امر نعمت‌الله الفت سلا‌وطندار ته وویل چې راستنې شوې هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرستې هم شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، راستنېدونکو کډوالو ته یې لنډمهاله کمپونه جوړ کړي چې په یوه وخت د ۳۰زره کسانو لپاره په‌کې د خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې هم په‌کې برابرې شوې دي.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا ځای پرځای کولو امر نعمت‌الله الفت زیاته کړه چې راستنې شوې ګڼ‌شمېر کورنۍ یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په دولتي موټرو کې لېږدولې دي.

هغه ټينګار وکړ چې ځینې بې‌سرپرسته ماشومان روزنتونونو ته ورپېژندل شوي او په وینا یې، ښه روزنه او پالنه یې روانه ده.

د روانې نومبر میاشتې په دویمه له پاکستان څخه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوې چې تر دا مهاله زرګونه کسان افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.

تورخم، سپین‌بولدک او پر ډیورنډ کرښه پر ځینو نورو لارو هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راستانه کېږي چې د راپورونو له مخې، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، سرپرست حکومت او اړوند مرستندویه بنسټونه راستنېدونکو افغانانو ته په جوړو شویو کمپونو کې لومړني اړین خدمات وړاندې کوي او تر لنډمهالې اوسېدونې وروسته یې خپلو مېنو ته لېږدوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ځینو ولایتونو کې د هغو راستانه شویو افغانانو لپاره چې سرپناه نه‌لري، د ښارګوټو د جوړېدو هڅې هم شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام