د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست: بهرني بنسټونه دې د ۳۲ نابشپړو پروژو چارې بیا پیل کړي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په چاپېریال ساتنې برخه کې د ۳۲ نابشپړو پروژو بېرته پیل کړي.
د دې ادارې مسوولانو د لړم په دوه‌ویشتمه، د دوشنبې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې بهرني بنسټونه باید بشري مسایلو ته سیاسي رنګ ور نه کړي.

کابل کې د ولایتونو مسافرو ته معیاري ترمینلونه جوړېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي، کابل ښار کې یې د نویو ترمینلونو جوړولو لپاره یې طرحه چمتو کړې او د پلې‌ کېدو په موخه یې هڅې روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي دغه څرګندونې نن دوشنبه د لړم ۲۲مه سلام‌وطندار سره د مرکې په ترڅ کې کړې دي.

د سپین‌بولدک له لارې تراوسه ۸۰زره افغانان له پاکستانه راستانه کړل شوي

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور د اېستلو په لړ کې تر دې مهاله د کندهار د سپین‌بولدک له لاري دغه ولایت ته ۸۰ زره افغانان بېرته راستانه شوې دي.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا ځای پرځای کولو امر نعمت‌الله الفت سلا‌وطندار ته وویل چې راستنې شوې هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرستې هم شوې دي.

زابل کې څاه ته لوېدلی ماشوم له ۴۸ ساعتونو وروسته لا هم ژوند دی

د زابل شلمزو ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی اته کلن ماشومان له شاوخوا ۴۸ ساعتونو وروسته لاهم ژوندی دی.

د سیمې اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې هڅې کوي، خو په وینا یې، نه‌دي بریالي شوي چې دغه ماشومان وژغوري.

هند کې د ځمک‌ښوویېدنې له امله لسګونه کارګر یوه تونل کې ایسار پاتي

هند کې د یوه سړک لپاره د جوړېدونکي یوه تونل د نړېدو له امله لسګونه کارګر د تونل دننه ایسار پاتې دي.

پېښه د هند د همالیان ایالت اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې کارګرو خپل ځای نویو کارګرو ته پرېښوده. دې تونل کې ګڼ‌شمېر کارګرو په بېلابېلو وختونو کې کار کاوه.

تېره اوونۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د ۷۴۸۸۷ ټُنه توکو انتقالات شوي

د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیزه توګه د ۷۴۸۸۷ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نن دوشنبه د لړم ۲۲مه پر اېکس لیکلي چې دغه انتقالات د لړم له دولسمې تر اتلسمې نېټې شوې دي.

د اروپايي ټولنې کمېسیون: اېکس دې له خپرېدونکې منځ‌پانګې څارونکي ډېر کړي

د اروپايي ټولنې کمېسیون وايي چې د اېلن ماسک د پیغام رسولو ټولنیز پلټفارم «اېکس» د «ګوګل او ټېک‌ټاک» په پرتله د کاروونکو له منځ‌پانګې کم څارونکي لري.

د دې کمېسیون یوه غړي ویلي، اېکس دا مهال د کاروونکو منځ‌پانګې څخه د څارنې لپاره ۲۲۹۴ څارونکي لري چې د ګوګل او ټېک‌ټاک په پرتله خورا کم دي.

پاکستان کې د نښتې له امله درې پولیس وژل شوي او پنځه ټپیان دي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په ټانګ سیمه کې د پولیسو پر موټر د وسله‌والو برید له امله درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن  دوشنبه د نومبر ۱۳مه راپور ورکړی چې دغه پولیس له وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي او ټپیان شوې دي.

پکتیکا کي یوه ښوونځي ته په ۱۶نیم میلیونه افغانیو ودانۍ جوړه شوه

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۶ نیم میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته جوړه شوې ودانۍ ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې رييس مولوي عبدالقيوم سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ودانۍ د مرکز شرنې اړوند د «حاجي پایندي» په نوم لومړني ښوونځي ته جوړه شوې ده.